كوز كوهستان كښې دوه ورځنۍ تبليغي اجتماع پايې ته ورسېده

كوز کوهستان ۔ 19 مئی (اے پی پی) كوز کوهستان کښې دوه ورځنۍ تبلیغي اجتماع پايې ته رسېدلې ده ۔ د ډي پي او كوز کوهستان محمد اشتياق په مشرۍ کښې د اېس پي انوېسټيګېشن سردار جهانګير، ډي ايس پي هيډکوارټرز او ايس ډي پي اوز سرکلز د تبليغي جماعت د سکيورټي پلان باوري كړو کوم چې نن په خېر او عافيت سره اجتماع ترسره شوه ۔ ډي پي او كوز کوهستان د تبليغي اجتماع په سوله ايزه ډول ترسره كېدو كښې په مرسته كولو د ضلعې مشرانو، د تبلیغي جماعت انتظاميې، ضلعې انتظامیې، ټي اېم اے ٬ ریسکیو 1122، ځايې پولیس فورس ٬ د ټرېفك عملې ٬ سپېشل برانچ او نورو اړوندو چارواكو او محكمو مننه او د دوي د غوره كاركردګۍ ستائنه وكړه