کوئټه 19 مئي (اے پي پي) د بلوچستان وزيراعلي مير عبدالقدوس بزنجو په مستونګ كښې د پوليس په ډيوټۍ تعينات اهلكار لخوا د ډزو د پېښې غندنه كړې ده۔ د وزيراعلٰې هاٶس لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعلې د ډزو په پېښه كښې د شهيد شوي پوليس سپاهي محمد شهزاد لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔ ده ووئيل د پوليو كمپائن ناكامه كولو سازش كښې ككړ كسان د قام دښمنان دي۔ ده انتظاميې ته امر وكړو چې په پېښه كښې ككړ كسان انصاف سره مخ كړئ۔ ده د شهيد كورنۍ سره هم د غمرازۍ څرګندونه وكړه