كوئټه 19مئی (اے پی پی) د کوئټه په غربي بائي پاس سيمه كښې د نامعلومه وسله والو د ډزو په نتيجه کښې د سېنيټر منظور خان کاکړ ورور پشمول دوه کسان ژوبل شوي او ملزمان په تيښته کښې بريالي شوي دي٬ په سمدستي توګه د ډزو سبب نه دے معلوم شوے۔ د پوليس له مخې د جمعې په ورځ د کوئټه په غربي بائي پاس خيزي چوک ته نزدې نامعلومه وسله والو د سېنېټر منظور خان کاکړ د مشر ورور ناصر خان کاکړ په ګاډي ډزې وکړې چې په نتيجه کښې يې ناصر خان کاکړ او يو عام وګړے ژوبل شول۔ وروستو پوليس او امنيتي ځواکونو د پيښې ځاے ته رسېدو سره په سمدستي توګه دواړه ژوبل شوي كسان ټراما سېنټر ته منتقل كړل چرته چې د هغوي درملنې روانې دي۔ بلخوا پوليس سيمه محاصره كولو سره پېښه كښې د ككړو كسانو لټون پېل كړے دے۔ خبريالانو سره ټېلېفوني خبرو كښی سېنېټر منظور خان كاكړ ووئيل زما د ورور په ګاډي بې درېغه ډزې شوي ۔ زما ورور نصير ژوبل شوے او د هغه علاج روان دے