کوئټه 18 مئي (اے پي پي) په 34م نېشنل ګېمز كښې د کبډي په ون يونټ كښې آرمي او نېوي فائنل لپاره كواليفائي كړې ده ۔ تفصيلات له مخې د نېشنل ګېمز په لړ كښې په ايوب سټېډيم كښې د كبډي په ون يونټ كښې آرمي ايئرفورس ته د 17 په مقابل كښې په 51 پوائنټس ماتې وركړه او په دوېم سيمي فائنل كښې نېوي د واپډا لوبډلې ته د 28 په مقابل كښې په 48 پوائنټس ماتې وركولو سره فائنل لپاره كواليفائي كړې۔ د ون يونټ درېم پوزيشن لپاره به د واپډا او ايئرفورس ترمېنځه مقابله د جمعې په ورځ سهار نهه بجې او فائنل په لسم نيمې بجې كېږي