پاكستان او ايران په مذهبي٬كلتور او لساني خپلوليو تړلې وروڼه هېوادونه دي۔وزيراعظم محمد شهباز شريف ټويټ

اسلام آباد 18مئی(اے پی پی)وزيراعظم محمد شهباز شريف وئېلي دي پاكستان او ايران په مذهبي٬كلتوري او لساني خپلوليو تړلې وروڼه هېوادونه دي۔وزيراعظم دا خبره د زيارت په ورځ په خپل ټوېټ كښې كړې۔وزيراعظم د پاكستان او ايران ترمينځه د مذهبي٬كلتوري او لساني خپلولۍ حواله وركولو سره وئېلي دي د دواړو هېوادونو حكومتونه د خپل اولس سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره نزدې مرسته كوي۔د يادونې وړ ده وزيراعظم محمد شهباز شريف د زيارت په ورځ د ايران صدر سره رديګ كښې د بارډر ماركيټ پرانسته كړې۔په دې موقع د دواړو لارښودو ترمينځه ملاقات هم شوے