لكي مروت٬سول ډيفنس افسرانو د بېلا بېلو فلنګ سټېشنو څارنه وكړه

پیښور 18مئی(اے پی پی)د لكي مروت ډپټي كمشنر عبدالهادري په هدايت د سول ډيفنس افسر خالد عثمان په ښار كښې د بېلا بېلو فلنګ سټېشنو څارنه كړې او هلته يې د اور مړ كولو لپاره د نصب آلات چاج اغستے ۔ده په پیټرول پمپونو كښې د اور مړ كولو آلات تنصيب په ضرورت زور راوړولو سره د خلاف ورزۍ مرتكب فلنګ سټېشن مالكانو ته نوټس جاري كولو سره هدايت كړے چې هغوي په پنځلسو ورځو كښې دننه د اور مړ كولو آلات په ځاې كړي٬په نور صورت به د هغوي په ضد قانوني كاروائي كولې شي۔