د اسلامی فوبیا په چېلنجونو قابو موندلو او غلط فهمۍ لرې كولو له د مغرب او اسلامي نړۍ ترمينځھ ډائيلاګ ډېر ضروري دے۔ علم او تحقيق د اسلامي كلتور ميراث وو۔ علم څخه يو اړخ ته كېدو سره اسلامي نړۍ خپل رعب او شان ختم كړې او پرمختګ څخه محرومه شوې۔ په روانه منظرنامه كښې اسلامي نړۍ نفاق نه اتحاد ته اړتيا لري۔ تركيه به د روهنګيا مسلمانانو هر ډول مرسته كوي۔ اسلام كښې د ترهګرۍ او شدت خوښۍ ھېڅ ګنجائش نشته۔ بلكې اسلام د علم ٬ تحقيق او پرمختګ درس وركوي۔ او آئی سی ټول عمري نوي تعليم ته خاص پام كړې۔ د قزاخ اولس مشر سلطان نذر بايوف ٬ د ترك اولس مشر رجب طيب اردوان ٬ ايراني اولس مشر حسن روحاني او د او آئي سي عمومي سېكتر ډاكټر يوسف د او آئي سي مشرانو غونډې ته خطاب

آستانہ ۔ 10 ستمبر (اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) مشرانو په اسلامي نړۍ كښې سائنس او ټېكنالوجي كښې په زړه پورې پرمختګ بحالولو او د اسلاموفوبيا چېلنجونو مقابله كولو له د شريك تګلارې ترتيب كولو غوښتنه كولو سره وئيلي دي ټول غړي هېوادونه بايد زلمي شدت خوښو او ترهګرو څخه ساتلو له تعليم او سائنس او ټېكنالوجۍ ته خاص پام لرنه وكړي۔ د اتوار په …

آستانہ ۔ 10 ستمبر (اے پی پی) د اسلامي مرستې تنظيم (او آئی سی) مشرانو په اسلامي نړۍ كښې سائنس او ټېكنالوجي كښې په زړه پورې پرمختګ بحالولو او د اسلاموفوبيا چېلنجونو مقابله كولو له د شريك تګلارې ترتيب كولو غوښتنه كولو سره وئيلي دي ټول غړي هېوادونه بايد زلمي شدت خوښو او ترهګرو څخه ساتلو له تعليم او سائنس او ټېكنالوجۍ ته خاص پام لرنه وكړي۔ د اتوار په ورځ آستانه كښې كښې د سائنس او ټېكنالوجي په اړه د اسلامي مرستې تنظيم دوه ورځنۍ د مشرانو غونډې د پرانستې سېشن صدارت د قزاخستان اولس مشر نور سلطان نذر بايوف وكړو۔ كنفرنس ته خپل خپل خطاب كښې د قزاخستان،پاکستان،ترکی،او ایران په شمول د اسلامي هېوادونو مشرانو ټول غړو هېوادونو ته وئيلي چې وخت راغلې چې خپل زلمي شدت خوښو او ترهګرو څخه ساتلو له تعليم او سائنس او ټېكنالوجۍ ته خاص پام لرنه وكړو۔ دوئي ټولو غړو هېوادونو څخه غوښتنه وكړه چې هغوي د سائنس او ټېكنالوجۍ په څانګه كښې خپل وروك كړې مقام بحال كړي او د اسلامي فوبيا په زياتېدونكو چېلنجونو قابو موندلو له شريكه تګلاره وضعه كړي۔ غونډه كښې د او آئي سي 56 هېوادونو مشران او د وېنزوېلا اولس مشر نیکولس مدورو په شمول د نړيوالو تنظيمونو نمائندګان ګډون كوي۔ قزاخ اولس مشر د اسلامي فوبيا په چېلنجونو قابو موندلو او غلط فهمۍ لرې كولو له د مغرب او اسلامي نړۍ ترمينځھ د ډائيلاګ وړاندېز وركړو۔ د تركيه اولس مشر ووئيل علم او تحقيق د اسلامي كلتور ميراث وو۔ علم څخه يو اړخ ته كېدو سره اسلامي نړۍ خپل رعب او شان ختم كړې او پرمختګ څخه محرومه شوې۔ ده ووئيل تركيه سائنس او ټېكنالوجي ته خاص پام لرنه كوي او تر دې دمه مونږ د او آئي سي 9500 طالبعلمانو ته وظيفې وركړې دي۔ ده ووئيل په روانه منظرنامه كښې اسلامي نړۍ نفاق نه اتحاد ته اړتيا لري۔ ترك اولس مشر د روهنګيا په مسلمانانو د زور ظلم او زياتي په كولو د ميانمر حكومت سخته غندنه وكړه او ددې لوظ پخلې ئې وكړو چې تركيه به د روهنګيا مسلمانانو سره هر ډول مرسته كوي۔ د ايران اولس مشر ووئيل اسلام كښې د ترهګرۍ او شدت خوښۍ ھېڅ ګنجائش نشته۔ بلكې اسلام د علم ٬ تحقيق او پرمختګ درس وركوي۔ د او آئی سی عمومي سېكتر ډاكټر یوسف سائنس و ټېکنالوجی سره د اړوند اولنۍ انټرا۔او آئی سی سمټ په كولو د اولس مشر ممنون حسېن مننه وكړه۔ ده ووئيل مسلمان زلمي د شدت خوښۍ ٬ ترهګرۍ او اسلامو فوبيا په ډول چېلنجونو سره مخ دي۔ غونډې ته د مراكش ٬ ازبكستان او ګينيا اولس مشرانو هم خطاب وكړو۔

مزید خبریں