کوئټه۔17مئی(اے پی پی) د بلوچستان صوبائي داخله وزير میر ضیاء اللہ لانګو وئيلي دي په روانه سياسي وضعه كښې به مونږ له تر ټولو وړومبۍ پام لرنه پاكستان ته كول وي او بيا به د پاكستان د ټولو ادارو احترام كول وي۔ ده ووئيل پاكستانو سياستوالو له به د خپلو كاركنانو اخلاقي تربيه كول ٬ د خپل اولس خذمت او خپل هېواد يو موټے ساتل وي۔ ده زياته كړه چې پاكستان مخالفت دښمن قوتونه په كومو كښې چې هند تر ټولو وړاندې دے ټول عمري پاكستان كښې اړے ګړے غواړي۔ ده ووئيل مونږ له به د يو قام په حېث پاكستان سره د وفادارۍ ثبوت وركول وي٬ بايد د خپل منشور د لارې اولس مطمئن كړو او د هغوي خذمت وكړؤ۔ ده زياته كړه چې مونږ د پاكستان او د پاكستان ادارو حفاظت لپاره چمتو ولاړ يؤ۔