د صحت كارډ فنډز ادا كولو له انشورنس كمپنۍ د خېبر پښتونخوا حكومت ته د روانې مياشتې 18 مې نټې ډېډ لائن وركړو

پېښور ۔17مئی(اے پی پی)سټېټ لائف انشورنس صحت کارډ فنډز ادا كولو لپاره د خېبر پښتونخوا حكومت ته د روانې مياشتې 18 مې نېټې ډېډ لائن وركړے۔ د صحت کارډ انشورنس کمپنۍ سټېټ لائف له مخې د فنډز نه ادا كولو د لاسه په صوبه كښې د صحت كارډ پلس يو وارې بيا بندېدو امكان زيات شوے ٬ دې څخه وړاندې هم دا يوې ورځې لپاره معطل كړے شوے ؤ كوم چې د نګران حكومت په وېنا بحال كړے شوے۔ د چارواكو وېنا ده چې حكومت له د صحت كارډ اسانيو دوامداره ساتلو له انشورنس کمپنۍ ته 2 اربه روپۍ جاري كول وو په كومو كښې چې جزوي ادائيګي شوې ده۔ د انشورنس کمپنۍ وېنا ده د بشپړه ادائيګۍ نه كېدو په صورت به صحت كارډ د روانې مياشتې 18 مې نېټې څخه وروستو بند كړے شي