په رېډيو پاكستان پېښور د شرخوښو بريد كښې ځانګړې مسودې او د سندرو ريكارډ وسوزولے شو

پېښور ۔17مئی(اے پی پی) په رېديو پاكستان پېښور د شرخوښو بريد كښې ځانګړې مسودې او د سندرو ريكارډ سوزولے شوے۔ په دې كښې د اردو او پښتو ډرامو ځانګړې مسودې ٬ د نوموړو سندرغاړو ريكارډ كړې سندرې شامل دي ۔ د راديو پاكستان پېښور پروډيوسر اكرام الله وئيلي دي د شرخوښو په بريد كښې د سمندر خان سمندر ٬ امير حمزہ خان شنواري ، ډاکټر محمد اعظم اعظم ، یونس قیاسي ، ارباب عبدالوکیل، همایوں هما، ساحر آفریدي ، بېګم اے آر داد، زیتون بانو او د سید رسول رسا په څير د نوموړو ډرامه نګارو د لاس ليكلې شوې د پښتو اردو ډرامو اصل موسودې له مينځه تللې دي۔ د اكرام الله وېنا ده چې دې سره سره شرخوښو د سوؤنو په شمېر د ډرامو ټېپس ٬ كېټلاګ او يو شمېر كتابونه هم سېزليې دي په كومو كښې چې د نوموړي صوفي شاعر رحمان بابا او خوشحال خان خټك كتابونه هم شامل دي۔ دې سره سره د عبد الله جان مغموم ٬ آفتاب احمد او د قاري محمد په څير د براډ كاسټرانو ځانګړي عكسونه هم سوزولې شوي۔ د ډرامونو د مسودو او ادبي كتابونو نه ځانله بريد كوؤنكو د احمد خان، معشوق سلطان، رفیق شنواري، خیال محمد او د فضل ربی په څير نوموړو سندر غاړو او د اجمل خټك ٬ حمزه خان شنواري ٬ خاطر غزنوي ٬ سمندر خان سمندر، قلندر مومند، ممتاز علی شاہ، شهزاد خان جوهر او د عبداللہ جان مغموم په څير د ډرامه نګارو عكسونه هم سوزولي دي