د اے اېن پي مشر اسفنديار ولي خان د عبدالرحمان خان په مړينه د غم دړد څرګندونه وكړه

پیښور 17 مئی (اے پی پی)د عوامي نېشنل پارټي(اے اېن پي)مركزي صدر اسفنديار ولي خان د باچا خان دوست او د خدائي خدمتګار عبدالعزيز خان(ارواښاد)نمسي د پښتون ستوډنټس فيډرېشن سندھ پخوانې صدر او د صوبائي كونسل غړي عبدالرحمان خان په مړينه د غم دړد څرګندونه كړی۔د غمرازۍ په خپل پیغام كښې ده ووئيل عبدالرحمان د خپل نيكه په نقش قدم قامي تحريك كښې خپل بشپړ كردار ادا كړے ٬د كمزورې بدن باوجود تل هره جلسه٬دستوره او غونډه كښې ﺀې ګډون كړے ٬د هغه په حق رسېدل يو نه ترسره كېدونكے زيان دے او د قامي تحريك هر غړې به د هغه خذمات تل ياد ساتي۔ده دعا وكړه چې لوي څښتن دې ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غم جنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔