كوئټه 17 مئی (اے پی پی)د بلوچستان نېشنل پارټۍ د بلوچستان اسمبلۍ غړو نصير احمد شاهواني ٬ اكبر مينګل٬ثناﺀ بلوچ٬بابورحيم مينګل او احمد نواز بلوچ د پاكستان پيپلز پارټي صوبائي اسمبلۍ غړي مير سليم كهوسه كور ته لاړل او هغوي سره ئې د ده تره او د بلوچستان اسمبلۍ پخواني سپيكر مير ظهور حسېن كهوسه په مړينه فاتحه خواني او د غمرازۍ څرګندونه كولو سره د هغه لوړو درجو لپاره دعا وكړه۔د بلوچستان نېشنل پارټي غړو ووئيل د مير ظهور حسېن كهوسه په مرګ بلوچستان د يو نفيس شخصيت او مدبر لارښود څخه محروم شوے ٬د بلوچستان اسمبلۍ سپيكر په توګه ارواښاد د صوبې مسئلو حل لپاره تل ځانګړے كردار ادا كړے ؤ ۔