کراچۍ 16 مئي (اے پي پي) د پاکستان تحريك انصاف سندھ سينئر نائب صدر محمود مولوي د مئي د 9مې د تشدد وړ د پېښو له امله د قامي اسمبلۍ چوكۍ څخه د مستعفي كېدو او د پارټۍ پرېښود اعلان كړې۔ د دې خبرې اعلان ده د نهې په ورځ په كراچۍ پرېس كلب كښې د پرېس كنفرنس په مهال كړې ۔ محمود مولوي ووئيل په دغه ورځ د تشدد په پېښو كښې د ككړ كسانو په ضد كاروائي پكار ده۔ محمود مولوي ووئيل زيات خپل پارټۍ سره اختلاف لري خو وېرېږي۔ ده ووئيل احتجاج کول د ټولو حق دے خو د تشدد وړ پېښو نه ډډه پكار ده۔ محمود مولوي ووئيل د مئي د 9مې نيټې پېښې بېخي غلطې وې د پارټۍ مشرانو له په دې پېښو د ككړ كسانو په ضد كاروائي پكار ده۔ محمود مولوي ووئيل خپلو ادارو سره د جنګ مې كله سوچ نه ٶ كړې