پېښور ۔16مئی(اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د اړي ګړي په رامخې ته كولو كښې د ككړو 6 اېم پي اېز او اېم اېن اے په شمول زر كسانو نيولې شوي دي۔ په نيولې شويو كسانو كښې امتیاز شاهد، ډاکټر امجد، شفیع اللہ، اعظم خان، ملک لیاقت، عارف احمد زئی او صبغت اللہ شامل دے۔ د پوليس رپورټ له مخې سركاري املاكو ته د زيان په رسولو 112 مقدمې درج كړې شوي دي۔ بلخوا د مظاهرچيانو ملاتړ كولو په تور يو اېس اېچ او هم ګرفتار كړے شوے دے۔ د ګلبرګ اېس اېچ او په لاريون كښې د ككړ اېم پي اے ملك واجد ګرفتارۍ څخه بچ كېدو كښې مرسته وكړه۔ د لوکېشن ټرېسنګ څخه بچ كېدو لپاره يۍ د اسمبلۍ پخواني غړي ته د موبائل آف كولو مشوره وركړه۔ پوليس د معاملې نوټس اخستو سره اېس اېچ او ګرفتار كړو۔ دده په ضد د پوليس اېكټ په خلاف وزرزۍ كولو مقدمه درج كړې شوه۔ په ملک واجد د كارمندان پارولو او د اړي ګړي رامخې ته كول تور لګولے شوے