د مئي په 9 نېټه د پېښور په 32 ځايونو كښې عسكري او سركاري املاكو ته زيان ورسولې شو٬ پوليس چارواكي

پېښور ۔16مئی(اے پی پی) د پولیس چارواكو له مخې د مئي په 9 نېټه د احتجاج په مهال د پېښور په 32 ځايونو كښې عسكري او سركاري املاكو ته زيان ورسولې شو د كوم لړۍ چې د شپې تر دوه نيمو بجو روانه وه٬ دغې څخه وروستو د مئي په 10 مه نېټه د پېښور په 40 ځايونو كښې املاكو ته د زيان رسولو ناوړه پېښې رامخې ته شوې۔ نزدې 3 بجې پاكستان رېډيو سټېشن وسوزلې شو ٬ په 8 بجې د الېكشن كمېشن په دفتر بريد وكړے شو۔ په احتجاج كښې د پوليس 17 ځوانان او 60 وګړي ژوبل شول او 4 وګړي مړه شول۔ دا احتجاج د شپې تر 3 بجو روان وو۔ په خېبر پښتونخوا كښې د مئي په 11 مه نېټه په احتجاجي لاريونونو كښې سهار 10 بجې خېبر – طورخم روډ، بنوں – ډی آئی خان روډ او وانا – ټانک روډ بند كړې شو۔ په بنو ضلع كښې 6 بجې په بنوں كېنېټ له دوه اړخونو څخه بريد وكړے شو چې په نتيجه كښې يۍ كېنټ ته زيات زيان ورسولے شو۔ دې څخه وروستو انډس هائی وے هم بنده كړې شوه۔ په چكدره كښې 2 زره نه تر 2500 كسانو د چكدرې موټروے ټول پلازې ته اور ولګولو۔ 4 نه تر 5 زره كسانو په چكدره فورټ بريد وكړ او دغلته يۍ سركاي ګاډو او انفراسټركچر ته زيان ورسولو۔ د فورټ په احاطه كښې د هوائي ډزو په نتيجه كښې 5 ٬ 6 عام وګړي او يو پوځي اهلكار ژوبل شو۔ په تېمرګره كښې 5 زره نه زياتو كسانو د دیر اسکاوئټس په هېډ كوارټر بريد وكړو چې په نتيجه كښې يۍ 5 پوليس اهلكار ژوبل شول۔ د شپې 10 بجې شرخوښو عناصرو اېف سي پبلك سكول وسوزولو