اسلام آباد 14 مئي (اے پي پي) قامی وطن ګوند د پی ډی ایم احتجاج كښې د بشپړه ګډون كولو پريكړه كړې ده۔د قامی وطن ګوند مركزی ډپټی جنرل سیكرټری او وياند احمد نواز خان جدون له مخې قامی وطن ګوند مركزی قافله به د ګل په ورځ سهار 9 بجے د پېښور څخه روانيږي۔قامی وطن ګوند پېښور ډلي مشري به صوبائی چیئرمېن او پخوانې سینئر وزیر سكندر شیرپاؤ كوي دغسې هزاره څخه د ګوند ډله به 10 بجے روانيږي۔ قامی وطن ګوند د قانون او آئین سرلوړۍ په خاطر په احتجاج كښې بشپړه ګډون كوي۔د قامی وطن ګوند مشر آفتاب خان شیرپاؤ ټولو كارمندانو ته په احتجاج كښې د بشپړه ګډون كولو پیغام وركړې دې۔