پېښور 12 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا اے اين پي صدر ايمل ولي خان د ارواښاد معاذ الله خان نګار د كونډې په مړينه د غمرازۍ څرګندونه كړې ده۔۔د جمعې په ورځ د غمرازۍ پیغام كښې ايمل ولي خان ووئيل چې اے اېن پي د غمژنې كورنۍ په غم كښې برابر شريك ده۔ ده دعا وكړه چې لوے څښتن دې ارواښادې له د خپل رحم په پلو كښې ځاې او غمژنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي