د خېبرپښتونخوا پيپلز ګوند د اطلاعاتو سېكرټري دم راډيو پاكستان او اے پي پي په دفترونو د بريد غندنه وكړه

پیښور 12 مئي (اے پي پي)د خېبرپښتونخوا پاكستان پيپلز ګوند د اطلاعاتو سېكرټري امجد خان آفريدي د راډيو پاكستان٬اے پي پي په دفتر د بريد او املاك ته د زيان رسولو سخته غندنه وكړه۔د پاكستان پيپلز ګوند سېكرټرېټ لخوا جاري شوي بيان كښې امجد خان آفريدي وئېلي دي چې پاكستان پيپلز ګوند د راډيو پاكستان(اے پي پي) خبريالانو سره د بشپړه يو والي څرګندونه كوي۔ده ووئيل چې د پي ټي آئي شرخوښو د اولس موټر سائيكلو او ګاډو ته هم اور لګولې۔په راډيو پاكستان او اے پي پي دفتر په بزدلانه بريدونو كښې ككړ غناصرو په ضد به سخته كاروائي پكار ده