د بلوچستان د كورنيو چارو وزير د كوئټي ښار دوره،د امان او امان جاج واخستلو

كوئټه 11 مئي (اے پي پي) د بلوچستان د كورنيو چارو وزیر میر ضیا الله لانګو په سمدستي توګه د كوئټي ښار دوره وكړه او په بيلو سيمو كښې ئې د امان او امان صورتحال جاج واخست، د كوئټي دوري په موقع خپله وينا كښې ده ووئيل امن او امان په ځائې ساتلو ته حكومت خاص پام لرنه كوي،صوبائی حكومت دې مقصد لپاره په ترجیحی بنیادونو وسائل وركوي،صوبه كښې د امن او امان په ځائې ساتلو لپاره قانون نافذ كونكو ادارو بے شميره قربانۍ وركړې دي۔دا زمونږ هېواد دې د دې تنصیبات ،سكیورټی فورسز هم زمونږ دي او اولس دې په دې لړ كښې مرسته وكړي،كه څوك په پريكړه اعتراض لري نو عدالتونه شته،خپل تنصیبات ته ز يان رسول د هېواد سره دښمني ده،ټول قام په خپل قانون نافذ كونكو ادارو وياړ لري او د هغ وي قربانو ته د قدر په سترګه ګوري۔