د قازقستان د لوړې كچې دفاعي پلاوي پېنډۍ كښې د دفاعي پېدوار وزارت دوره وكړه

پېنډي 10 مئي (اے پي پي) د قازقستان د لوړې كچې دفاعي پلاوي د نائب وزير بيسپيکوو عظمت په مشرۍ كښې په پېنډۍ كښې د دفاعي پېدوار وزارت دوره كولو سره د دفاعي پېداوار سېكرټري ليفټيننټ جنرل (ر) همايوں عزيز سره ملاقات كړے۔ د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمېنځه دفاعي مرستي زياتولو لپاره د موقع په لټولو د خيالاتو څرګندونه شوې۔په دې موقع دواړو ډلو د پوځي تكنيكي مرستې او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ممكنه مرستې لوظنامې د عملدرامد په اهميت زور هم رواړو۔ د ملاقات په مهال په يو شمېر اړوندو چارو هم د خيالاتو څرګندونه شوې