مظاهرچيانو د رېډيو پاكستان پیښور او اے پي پي په دفترونو بريد وكړو ٬ ودانۍ ته يۍ اور ورته كړو

پېښور ۔10مئی(اے پی پی) راپار شوو او تشدد كوؤنكو مظاهرچيانو د شورؤ په ورځ د پاکستان براډ کاسټنګ کارپورېشن (رېډیو پاکستان) په ودانۍ بريد وكړو او د اېسوسي اېټډ پرېس آف پاكستان او رېډيو پاكستان دفترونو كښې ئې املاك ته د زيان رسولو څخه وروستو ودانۍ ته اور ورته كړو۔ مظاهرچيانو په رېډ زون كښې د دې ودانۍ ستره دروازه ماتولو سره تر ټولو اول دغلته په تعينات پوليس او امنيتي عملې بريد وكړو او دې څخه وروستو يۍ د ودانۍ په احاطه كښې ولاړ ګاډي ويجاړ كړل۔ بيا څلور منزله ودانۍ ته لاړل چرته چې د پي بي سي او اے پي پي عملې خپله وظيفه ترسره كوله۔ مظاهرچيانو د اے پي پي او پي بي سي عمله وځوروله۔ د دوي کمپیوټر، لېپ ټاپس، موبائل فون او د ټېلی فون په شمول نور قيمتي څيزونه ئې د ځان سره يوړل۔ دفتر كښې يۍ املاك ته زيان ورسولو او وروستو يۍ ودانۍ ته اور ورته كړو ۔ په دې بريد كښې د كوم ځاني زيان اطلاع نه ده ترلاسه شوې ٬ د پي بي سي يو اهلكار د ودانۍ درېم منزل څخه ښكته ټوپ وهلے چې په نتيجه كښې يۍ پښه ماته شوې۔ بلخوا پوليس په سمدستي توګه د رېډيو پاكستان ودانۍ ته رسېدو سره بريد كوؤنكي منتشر كړل۔ په دوه ورځو كښې په پي بي سي او د اے پي پي په دفترونو دا دويم بريد دے۔ دې څخه وړاندې د دې ودانۍ په احاطه كښی د چاغي ماډل هم سوځولے شوے ؤ ۔