خپل املاك ته په زيان رسولو دا خلق د هېواد او قام دښمنان خوشحالوي٬ د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي

پېښور ۔10مئی(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي هېواد كښې روانه وضعه ډېره د افسوس او اندېښنې وړ ګرځولو سره وئيلي دي دا خلق خپل املاك ته په زيان رسولو د هېواد او اولس دښمنان خوشحالوي٬ زه د هېواد او ملت په خاطر د زړه نه د پي ټي آئي هر يو كاركن ته د پرامن پاتې کېدو غږ كوم۔ په پېښور پرېس كلب كښې خبريالانو سره خبرو كښې د خېبر پښتونخوا ګورنر ووئيل قانون په خپلو لاسو کښې اخستونكي به سبا په خپلو کړو ستومانه وي٬ د خپل مور پلار او هېواد نامه بايد بدنامه نه كړې شي۔ ده ووئيل عمران خان تل د ادارو په ضد په ټولنه كښې كركې ته وده وركړې٬ د دغې نتيجه نن دا رامخې ته شوې چې خپل هېواد خپل رياست ته زيان رسولے شي۔ ګورنر حاجي غلام علي ووئيل آصف علي زرداري، فريال تالپور، شهباز شريف، نواز شريف، مريم نواز، کيپټن صفدر څوک نه دي نيولے شوي؟ ده ووئېل ما هم زندان خوړلے خو زمونږ هېڅ یو کاركن مزاحمت نه دے کړے٬ مونږ كاركنانو له دا ډول تربيه نه ده وركړې۔ که عمران خان نیولے شو نو کوم تندر راپرېوتے٬ كه غلط نه وي خوشے به كړے شي٬ بيا دا شرخوښي ولې كېږي۔ ده ووئيل هېواد او ملت د كوم اړي ګړي او شرخوښۍ متحمل كېدے نه شي۔ ده ووئيل ما پرون هم دا خبره كړې او نن يۍ هم كوم چې د خبرو اترو او اخلاص لاره بايد خپله او د قانون او ادارو په ضد كركه بنده كړې شي