د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله حكومت د قانون خلاف ورزۍ كوونكو په ضد د سختې كاروائۍ پرېكړه كړې

پېښور 10 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله حكومت د قانون خلاف ورزۍ كوونكو په ضد د سختې كاروائۍ پرېكړه كړې ده٬ د اطلاعات او خپرونو صوبائي لنډ مهاله وزير فېروز جمال شاہ کاکا خېل وئيلي دي د احتجاج په شا به چا ته د قانون ماتولو اجازه ورنكړٶ۔ صوبائي وياند ووئيل كه چا د قانون خلاف ورزي وكړه نو سخته كاروائي به كولې شي۔ ده ووئيل عمران خان د قانوني تقاضو ترسره كولو نه پس ګرفتار كړے شوے او په القادر ټرسټ كېس كښې د نېب چيئرمېن باقاعده د ګرفتارۍ وارنټ جاري كړے ٶ۔ده ووئيل صوبائي كابينې د قامي ادارو په ضد د عمران خان بيانونه د قامي مفادات متصادم ګرځولي دي