پېښور 09 مئي (اے پي پي) د خېبرپښتونخوا لنډ مهاله وزيراعلي محمد اعظم خان د زيارت په ورځ د ضم شوو ضلعو د اولس مسئلو حل لپاره د مختص كولو پرېكړه كړې ده۔ د صوبائي اطلاعات څانګې له مخې په دې لړ كښې به د هر زيارت په ورځ د دريو نه تر پنځو بجو د وزيراعلٰې هاٶس په جرګه هال كښې ده سره ملاقاتونه كېږي او د صوبائي حكومت د حل كولو لپاره به دوي ته درخواستونه هم وركولې شي ۔ د وزيراعليٰ هاٶس ميډيا سيل له مخې په دې لړ كښې به وړومبۍ غونډه د زيارت په ورځ په يوولسم مئي كېږي او وزيراعلٰې به د درخواستونو په اړه اړوندو چارواكو ته په موقع احكامات جاري كوي