
پېښور۔ 09 مئی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د نهې په ورځ د میونسپل انټر ګرلز کالج شاهی باغ دوره كړې ۔ په دې موقع يوه دستوره وكړې شوه په كومه كښې چې نګران صوبائی وزيرانو ساول نذیر اېډوکېټ، رحمت سلام خټک، سلمٰی بېګم، د پېښور مئیر حاجی زبېر علي ، د لوړو زده كړو ، لوکل ګورنمنټ، خزانې او د سوشل وېلفېئر انتظامي مشرانو ګډون وكړو۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ګورنر ووئيل زه د میونسپل ګرلز کالج مجموعي پرمختګ لپاره هڅې كوم ٬ د ستونزو حل لپاره بايد هڅې روانې وساتلې شي۔ ده ووئيل د پېښور د يو وګړي او د يو ذمه وار عهدېدار په حېث د ستونزو لرې كول خپله ذمه واري ګڼم۔ ده ووئيل وزيرانو او انتظامي سېكترانو سره د دورې مقصد د كالج ښه كول دي۔ په دې موقع ګورنر كالج ته د 5 بسونو وركولو اعلان او زده كوؤنكو ته د ګورنر هاؤس دورې كولو بلنه وركړه۔ دستورې ته خپل خطاب كښې د پېښور ميئر کالج ته د 5 واټر كولرز وركولو اعلان هم وكړو۔ دغسې نګران صوبائی وزیر ساول نذیر د خپل اړخه د لېبارټرۍ جوړولو لپاره د 1 لك روپو وركولو اعلان وكړو