پېښور۔ 09 مئی (اے پی پی) عوامي نېشنل پارټي (خېبر پښتونخوا) د قامي اسمبلۍ دوو حلقو لپاره د كانديدانو اعلان كړے دے۔ اورنګزېب خان به اېن اے 11 شانګله او خانزادہ شاهنواز خان به اېن اے 19 صوابۍ څخه د ګوند كانديد وي۔ د اے اېن پي لخوا د جاري شوې اعلاميې له مخې د صوبائي پارليماني بورډ چيئرمېن اېمل ولي خان د بورډ غړو سره د مشاورت نه وروستو د دې دو نامو منظوري وركړې ده۔