د قامي اسمبلۍ په كوربتوب كښې د مئي په 10مه او 11مه د پاكستان د آئين ګولډن جوبلي په مناسبت سره نړيوال آئيني كنونشن كېږي

اسلام آباد 08 مئی(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ په كوربتوب كښې د مئي په 10مه او 11مه د پاكستان د آئين ګولډن جوبلي په مناسبت سره نړيوال آئيني كنونشن كېږي۔په كنونشن كښې به د 17 څخه زياتو هېوادونو سپيكران٬ډپټي سپيكران٬نوموړي سياسي مشران٬قانون پوهه او سكالرز٬سول سوسائټي٬سماجي او سياسي ميرمنې ٬ كاركنان٬ځوانان او د مېډيا استازي او د ژوند نورو څانګو سره تعلق لرونكي كسان ګډون كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف په خاص بلنه د سعودي عرب مجلس شوریٰ چيئرمېن په مشرۍ كښې د سعودي پارليماني غړي هم به ګډون كوي او د سري لنكا٬آذربائيجان٬بېلجيئم٬جمهوريه كرغزستان او تاجكستان پشان نوموړي هېوادونو پارليماني پلاوي به د اړوندو ډپټي سپيكرانو/چيئرمېنانو په مشرۍ كښې ګډون كوي او د دې نه علاوه متحده جمهوريه تنزانيه٬كينيا٬عمان او د ايران نمائندګي د دې اړوندو كمېټو چيئرپرسنز به ګډژن كوي۔دغسې په برتانيه كښې مېشته پاكستانې نژاد پارليمنټيرين هم په كنونشن كښې رابللے شوي۔كنونشن كښې به د هېواد سياسي او پارليماني لارښود٬سينيټران٬د پارليمان غړي٬وفاقي وزيران او اعلی وزيران او د نوموړي سياستمداران ګډون كوي۔دا دستوره د اسلامي جمهوريه پاكستان آئين كوم چې د شهيد ذوالفقار علي بهټو په دور اندېش قيادت كښې د اپرېل په لسمه نېټه كال 1973 كښې نافذ شوے۔د ګولډن جوبلي په لړ كښې د قامي اسمبلۍ سپيكر په مشرۍ كښې د قامي اسمبلۍ تر سيوري لاندې تېره مياشت څخه جاري شوو دستورو اختتامي غونډه ده۔د دې مهم كنونشن په وړومبۍ ورځ د مئي لسمه نېټه كال 2023 پرانستې غونډه چې پكښې به د پاكستان وزيراعظم٬د قامي اسمبلۍ سپيكر٬د مشاورتي كمېټۍ كنوينر٬غېر ملكي سپيكر او پارليماني پلاوي ګډون كوي۔د دې نه علاوه د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف په مشرۍ كښې به پلینری غونډه كېږي چې پكښې به د اختياراتو جلا كول٬ايګزېكټو٬قانون سازي او عدالتي افعال كښې توازن په موضوع ښه بحث كېږي۔د دې نه پس به هم په دې ورځ درې بريك آؤټ غونډې كېږي۔د بريك آؤټ سېشن ون مشري به د قامي اسمبلۍ غړي نفيسه شاه كوي۔په دې غونډه كښې به د مندوبين وفاقيت٬اختياراتو منتقلۍ٬چیلنجونو او د موقعو په موضوع د خيالاتو څرګندونه كېږي۔ یه سېشن II چې مشري به ئې د وزيراعظم كشمير او ګلګت بلتستان چارو صلاحكار قمرزمان كائره كوي٬پكښې به د آزادانه او منصفانه ټاكنو باوري كولو او د آئين او د نمائندګۍ په اړه په مسئلو خبرې كولې شي۔په دې موقع به د روبينه خورشيد عالم٬ اېس ډي جيز ټاسك فورس/ SAPM، ” په مشرۍ كښې بريك آؤټ سېشن كېږي چې پكښې به نړيوالې ذمه وارۍ او موسمياتي انصاف لپاره ګڼ اړخيزه فريم ورك او 2022 كښې پاكستان كښې په راغلې سېلاب په كيس سټډي موضوعات بحث كولې شي د وړومبۍ ورځې آخرۍ غونډې مشري به د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب كوي چې پكښې به د”ايګزېكټو٬قانون سازۍ او عدالتي افعاله كښې د توازن٬د اختيارات جلا كولو په موضوعات به استازي خپلې رائے وركوي۔په دوهمه ورځ به د كنونشن پیل د وړومبۍ ورځې د كاروائي خلاصې څخه كېږي۔د دې نه پس به د قامي اسمبلۍ غړي محسن شاه نواز رانجها په مشرۍ كښې”د بحرانونو په دور كښې د آئين٬ نیویګیټنګ چیلنجز”په موضوع پلینری غونډه كېږي۔په دې غونډه كښې به د دې خبرې جائزه اخستلې شي چې آئين د كوم ډول بحرانونو لكه وبائي امراض٬قدرتي آفتونو او سياسي ناامنۍ څخه د پیدا شوو چېلنجونو مقابله كولې شي به د خيالاتو څرګندونه كولې شي٬هم په دې ورځ به بېل په آئيني چارو هم په دې مهال بريك آؤټ غونډه هم كېږي۔بريك آؤټ سېشن ون كوم به چې د وزيراعظم خاص مرستيالې شيزا فاطمه خواجه په مشرۍ كښې كېږي چې پكښې به بنيادي حقونو او د آئين تحفظ٬نفاذ او چېلنجونو ته خاص پام لرنه كولې شي۔بريك آؤټ سېشن II به د غربت خاتمې او سماجي تحفظ وفاقي وزيرې شازيه مري په مشرۍ كښې كېږي چې پكښې به د آئين او عدالتي٬آئين تشريح٬حقونو او آزادو تحفظ”په موضوع ښه بحث كېږي۔درېمه بريك آؤټ غونډه به د سيد مصطفٰی محمود په مشرۍ كښې كېږي چې پكښې به د آئين او معاشي انصاف”په موقع د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔د دوهمې ورځې په اختتام به د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف په مشرۍ كښې د ايكسكلو سو مساوي ټولنو تعمير٬چېلنجونو او موقعو په موضوع غونډه كېږي۔كنونشن ته به خارجه وزير بلاول بهټو زرداري هم وېنا كوي۔د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف به په كنونشن كښې ګډون كوونكو پارليماني پلاؤ سره ملاقاتونه كوي او په ملاقاتونو كښې به په پارليماني كچه مرستې ته وده وركول٬سيمه ايز پرمختګ او څوكالۍ لپاره د پارليمانونو په كردار غور كولې شي۔