كرك او د صوبې وروستو پاتې سيمو مسئلې دې په ترجيحي بنيادونو حل كړې شي۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ پلاوي سره خبرې

پیښور 08 مئی(اے پی پی)د قومي وطن پارټۍ چيئرمېن آفتاب احمد خان شېرپاؤ وئېلي دي د كرك ضلعې او صوبې وروستو پاتې سيمو مسئلې دې په ترجيحي بنيادونو حال كړې شي٬د كرك مسئلې زمونږ شريكې مسئلې دي او زمونږ ګوند به د كرك اولس مسئلو حل لپاره په هر فورم غږ پورته كوي او په دې لړ كښې به د وړومبي صف كردار ادا كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده په پېښور كښې د كرك ضلعې استازو پلاوي سره په ملاقات كښې كړی۔د پلاوي مشري د قومي وطن پارټۍ كرك ضلعې چيئرمېن غفران خټك كوله او په دې پخوانې ناظم شهادب الدين خان خټك هم موجود ؤ۔ په ملاقات كښې د كرك په اړه په تازه صورتحال او د اولس مسئلو پشمول ګيس رائيلټي ترلاسه كولو باندې خبرې وشوې او ګډون كوونكي پلاوي په كرك كښې د ګيس رائيلټي په فارم ب د تقسيمولو غوښتنه كړې۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ د حكومت څخه غوښتنه وكړه چې د صوبې وروستو پاتې سيمو پرمختګ ته خاص پام وكړي او د صوبې وروستو پاتې سيمو كښې د بنيادي آسانيو وركولو باوري كولو لپاره اقدامات وكړي۔