نګران حكومت په ګرده صوبه كښی ” ډرګ فری خېبرپښتونخوا” كمپائن پېل كړو

پېښور ۔8مئی(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران حكومت په ګرده صوبه كښی” ډرګ فری خېبرپختونخوا” د نشائي توكو مخنيوي كمپائن پېل كړے دے۔ په دې لړ كښې د ګل په ورځ د اېكسائز صوبائي څانګې ٬ ټېکسېشن اېنډ نارکوټکس كنټرول تر اهتمام لاندې په صوبائي سرښار پېښور كښې د اولسي شعور بېدارولو واك وكړے شو چې مشري يۍ د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی محمد اعظم خان كوله۔ په واك كښې د نګران صوبائي كابينې غړو منظور آفریدی، جسټس ریټائرډ ارشاد قېصر ، رحمت سلام خټک، ساول نذیر اېډوکېټ، فضل الٰهي او سلمیٰ بېګم په شمول سركاري چارواكو ٬ د سماجي تنظيمونو استازو او ګڼ شمېر زده كوؤنكو ګډون وكړو۔ د واک په پايه كښې نګران وزيراعلی ميډيا سره خبرو كښې ووئيل د واك مقصد په اولس او په خاص توګه ځوان كول كښی د نشائي توكو منفي اغېز په اړه شعور بېدارول دي۔ د نشائي توكو مخنيوي كمپائن لاندې د نشه كوونكو كسانو بحالۍ سره سره د نشائي توكو طلب او رسد ختمولو له ګامونه پورته كولې شي۔ دغسې ځوانان نشائي توكو څخه محفوظ ساتلو له به په تعليمي ادارو كښې خصوصي كمپائن چلولے شي۔ وزیراعلیٰ د ډرك فري خېبر پښتونخوا كمپائن په پېل كولو اېکسائز و نارکوټکس کنټرول څانګې ته مباركي وركولو سره ووئيل په ګرده صوبه كښې به دا ډول واك كولې شي۔ وزيراعلی ووئيل د يوې سروے له مخې د پاكستان 6 فيصده آبادي او د دې په مقابل كښی د خېبر پښتونخوا 11 فيصد آبادي د نشې په لعنت اخته ده۔ ده ووئيل نشه كوونكو كښې 6.7 ملین كسانو كښې 22 فيصد مېرمنې دي۔ وزیراعلیٰ ووئيل په ځوانانو كښې د نشې مخ په زياتېدونكې رجحان اندېښمند دے ٬ له دې كبله راتلونكي نسلونه د نشې ناوړه اغېز څخه ساتلو له به په حكومتي او نجي كچه پرله پسې ګامونه پورته كول وي۔ ده ووئيل د نشې كوونكو كسانو بحالۍ كښې د خېرښېګړې ادارو كردار د ستائنې وړ دے۔ ده ووئيل د نشې عادي كسانو بحالي او دوي د ټولنې يو ګټور فرد جوړول يو نېك مقصد دے او دې كښې به د ټولنې ټولو طبقو له د خپلې برخې كردار ترسره كول وي۔ نګران وزيراعلې اعظم خان د نشائي توكو كارول ختمولو په لړ كښې استاذانو او مور او پلار ته هم د خصوصي كردار ترسره كولو اپيل وكړو