د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د ناظم ګل ولي خان كور ته لاړو٬جے يو آئي كښې په ګډون مباركې

پیښور 08 مئی(اے پی پی)د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د پاكستان تحريك انصاف څخه په جمعيت علماﺀ اسلام كښې د شموليت كونكې ناظم ګل ولي سره د ملاقات كولو لپاره د هغه كور ته تللے ۔ګورنر ناظم ولي ته په جے يو آئي كښې په شاملېدو مباركي وركړه او د هغه لپاره ئې د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔په دې موقع پخوانے صوبائي وزير امان الله حقاني او پخوانے ناظم الله داد خان هم د ګورنر سره وو۔د خېبرپښتونخوا ګورنر ووئيل د ناظم ګل ولي جمعيت له راتلل خوشبينه دي٬د هغه په هڅو به په سيمه كښې جے يو آئي لا مقبول شي۔