سعودي ولي عهد سره د امريكې قامي سلامتيا صلاحكار ملاقات٬په نړيواله وضعه د خيالاتو څرګندونه

جده 08 مئی(اے پی پی) سعودي ولي عهد او وزيراعظم شهزاده محمد بن سلمان سره د سپينې ماڼۍ قامي سلامتيا صلاحكار جيك سليوان په جده كښې ملاقات كړې چې پكښې په سيمه ايزه او نړيواله وضعه د خيالاتو څرګندونه شوې۔ د سعودي خبري اژانس له مخې د ملاقات په مهال د دواړو هېوادونو ترمينځه په سټرېټجك اړيكو او په بېلو څانګو كښې اړيكو ته د ودې په وركولو ٬ په ګډه اندېښنه او سيمه ايزو او نړيوالو چارو خبرې اترې وشوې۔په دې موقع په سعودي عرب كښې دا مريكې سفير مائيكل رتنے٬نېشنل سيكورټي كونسل كښې د مينځني ختيز او شمالي افريقې چارو کوآرډینیټر ميك ګرك٬ د دخارجه محكمې صدارتي كوآرډينېټر آموس هوچسټین او نور عهديدار موجود وو