نوے ډيلے ۔8 مئی(اے پی پی)د هند په کیرالا ایالت کښې د كشتۍ د ډوبېدو پېښې له امله د مړو شويو مسافرو شمېره 22 ته ورسېده۔ د فرانسيسي خبري آژانس د خبر له مخې د کیرالا ایالت په تانور سیمه کښې د یوې مسافر وړونکې كشتۍ د ډوبېدو په پیښه کښې د مړو شويو شمېره زياتېدو سره 22 ته رسېدلې ده۔ په كشتۍ كښې ټول 40 كسان ناست وو۔ د تانور د پولیسو یوه چارواکي ویلي دي چې مونږ د 22 كسانو مړي اوبو څخه راويستلې دي په كومو كښې چې 15 مېرمنې او 7 سړي شامل دي۔ ده وئيل په روغتون كښې نزدې 6 كسان موجود او د نورو درك لګولو له كارروايۍ روانې دي۔