د پاکو او سپېځلې ټاكنو ترسره کول او په صوبه کښې امن بحالول زمونږ لومړۍ ترجيح ده٬ د خيبر پښتونخوا د ماحولياتو وزير بخت خان

بټګرام۔ 08 مئی (اے پی پی)د خېبرپښتونخوا د ځنګلونو او ماحولياتو نګران وزير بخت خان وئيلي دي چې نګران صوبائي حکومت خپله وظيفه په ښه توګه سرته رسوي، د پاکو او سپېځلې ټاكنو ترسره کول او په صوبه کښې د امن او امان بحالول زمونږ اولنۍ ترجيح ده۔ ده د ګل په ورځ په تھاكوټ كښې په خپل استوګنه كښې د سيمې مشرانو سره خبرې كول۔ ده ووئيل چې پاكستان تحريك انصاف په هېواد كښې ګډوډې رامخې ته كوي او ادارې كمزورې كوي چې ورسره ورځ په ورځ ګراني او بې روزګاري سوا كېږي كړې٬ تر كومې چې سياسي ګوندونه په يو پلېټ فارم جمع نه شي تر هغه وخت به هېواد كښې پاكې او سپېځلې ټاكنې ممكن نه دي۔ ده ووئيل نګران صوبائي حکومت خپله وظيفه په ښه توګه سرته رسوي۔ ده ووئيل نګران حكومت صوبه ډيفالټ كېدو څخه بچ كړې۔ ده ووئيل تېر حكومت صوبه د 900 اربه روپو مقروض كړه٬ صوبائي وزيرانو يۍ د اربونو روپو كرپشن كولو سره قومي خزانې ته زيان ورسولو۔