غزہ۔7مئی(اے پی پی) د مقبوضه لوئيديزې غاړې سيمه كښې د اسرائيلي ځواكونو د بريد په نتيجه كښې دوه فلسطيني ځوانان شهيدان شوي دي۔ د برطانوي نيوز ايجنسۍ روئټرز د فلسطين د روغتيا وزارت حوالې سره وئيلي چې د لوئيديزې غاړې سيمه كښې دا ځوانان د اسرائيلي قابض ځواك پپه ډزو شهيدان شوي كوم چې د تلكرم ښار ثابت سركاري روغتون ته رسولې شوي دي۔ د روغتيا وزارت د راپور له مخې د دواړو فلسطيني ځوانانو عمرونه 22 كاله دي او دوئي په سينه ٬ څټ او خيټه و يشتلې شوي دي۔ دا خبره دې ښكاره وي چې د اونۍ په پېل كښې رامخې ته شوې دا پېښه د اسرائیل او غزہ ترمينځه يو كال څخه د روانو تشدد پېښو برخه ده۔