جناح وويمن كالج پيښور د زده كړو يوه تاريخي او معتبره اداره ده٬ ګورنر حاجي غلام علي

پېښور ۔ 06 مئی (اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې جناح وومن کالج د پيښور يو تاريخي او معتبره تعليمي اداره ده چرته چې د پيښور او نورو ضلعو انجونې په عزت او خود اعتمادۍ سره زده كړې ترلاسه كولو سره په ټولنه کښې يو لويې مقام ترلاسه کوي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د پېښور پوهنتون جناح كالج 39مې كلنې ورځې په مناسبت راجوړې كړې شوې غونډې ته د مشر مېلمه په توګه خپل خطاب كښې وكړه۔ په دستوره كښې نګران صوبائي وزير شفيع الله خان، د صوبايي اسمبلۍ پخواني غړي عاطف الرحمن، د پېښور پوهنتون وائس چانسلر پروفېسر ډاكټر محمد ادريس، زده كوونكو او د هغوي مور پلار ګډون وكړو۔ ګورنر تعليمي كال 23-2022 كښې په انټرمېډيت كښې نصابي او غېر نصابي هلو ځلو كښې غوره پوزيشن ترلاسه كوؤنكو ته د ستاینې سندونه او ټرافیانې وركړې۔ دستورې ته خپل خطاب كښې ګورنر ووئيل په اوسني دور كښې د جناح كالج په شمول ټولې تعليمي ادارې زده كوؤنكو هلكانو او انجونو ته په عصري آسانيو اډانه د زده كړې موقعې وركوي۔ ده په انجونو زده كوؤنكو زور راوړو چې هغوي دې د عصري دور سره همغږي لرونكو زده كړو او تحقيق ته زيات پام وګرځوي دغسې چې په سباؤن كښی د خپل هېواد او ملت په غوره ډول خذمت وكړے شي او په نړۍ كښې د پاكستان نامه روښانه كړې شي۔ ده ووئيل ماته په دې خوشحالي شوې چې د لوړو زده كړو په ادارو كښې د هلكانو په مقابله كښې زياتې انجونې زده كړې ترلاسه كوي۔ ده هيله ولرله چې كه لويے څښتن ته منظور وي پاكستان به ډېر زر د پرمختګ كړې هېوادونو په صف كښې شمار شي۔