د استاذانو او پوځي ځوانانو په شهادت راته سخت خفګان رسيدلے دے۔آفتاب احمد خان شیرپاؤ

پېښور 05 مئی (اے پی پی) د قامی وطن ګوند چیئرمېن او د كورنيو چارو پخواني وزير آفتاب احمد خان شیرپاؤ پاراچنار كښې د استاذانو په شهادت او په شمالي وزيرستان كښې د هېواد دښمنه عناصرو سره په نښته كښې د پوځي ځوانانو په شهادت د افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي چې په دې پېښو كښې په شوي ځاني زيان راته سخت خفګان شوے دے۔ تېره ورځ خپل يو بيان كښې د قامی وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ ووئيل تيره ورځ په دې دوه پېښو كښې د شهيد شويو استاذانو او پوځي ځوانانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو او هغوي سره د يووالي څرګندونه كوو۔