انجینئرامیرمقام سره د مسلم لیګ( ن) صوبائی نائب صدر فضل الله داودزئی په مشرۍ كښې پلاوي وليدل

پېښور 04 مئي (اے پي پي) د وزیراعظم صلاحكار او مسلم لیګ (ن) خېبر پښتونخوا صدر انجینئرامیرمقام سره د پاکستان مسلم لیګ( ن) صوبائی نائب صدر فضل الله داودزئی په مشرۍ كښې پلاوي ليدلي دي۔پلاوي كښې د مسلم سټوډنټس فیډریشن صوبائی صدر ملك منصف خلیل ، مسلم سټوډنټس فیډریشن صوبائی نائب صدر مصور شاه آفریدی، متحده موبائل ایسوسی ایشن جنرل سیکرټری ارشد انګار ، پی کے 70 صدر سفیر الله ،پېښور ضلع نائب صدر فرهاد علی شامل وو۔فضل الله داودزئی انجینئر امیرمقام د كارمندانو د مسئلو څخه خبر كړو۔امیر مقام د كارمندانو ځيني مسئلي په موقع د حل کولو احکامات جاری کړې او د ځيني مسئلو د حل كولو باور ئې وركړې۔پلاوي د مسئلو په حل كولو د هغه مننه وكړه۔