هند ، چھتیس ګړھ كښې په ټرافكي پېښه كښې 11 كسان مړه شول

نوې ډيلے 04 مئي (اے پي پي) د هند مينځني ریاست چھتیس ګړھ كښې په ترافكي پېښه كښې د 5 ميرمنو او دوه ماشومانو پشمول 11 كسان مړه شوي۔د چین خبررسني ادارې له مخي يو ځائې پولیس اهلکار ميډيا ته ووئيل ضلع بلود جګاترا سيمي سره نزدې يو ټرك او موټر خپلو كښې جنګيدلې دي چې په نتيجه كښې ئې 11 كسان مړه شوې دي دغسې په دې مهال يو ماشوم ژوبل شوې دے۔ده ووئيل ریسکیو اهلکارو مړه او ژوبل كسان نزدې روغتون ته رسولې دي دغسې په پېښه كښې ژوبل شوې ماشوم بيا ریاستی سرښار رائے پور روغتون ته ریفر کړې شوي۔ده ووئيل د مړو كسانو تعلق د يوې كورنۍ سره دې دغسې ځائې پولیس د پېښي سبب په اړه پلټني كوي۔