
کوئټه۔3مئی(اے پی پی) د بلوچستان اعلی وزير میر عبدالقدوس بزنجو د نوموړي مشر قانون پوهه هادي شكيل په مړينه د غم دړد او افسوس څرګندونه كولو سره وئيلي دي ارواښاد د قانون په څانګه كښې يو ځانګړے مقام لرلو۔ هادي شكيل اېډوكېټ د بنچ او بار ترمينځه د متوازن او مستحكم اړيكو علامت ګڼلے شو۔ ارواښاد د بار سياست ته يو نوې جهت وركولو سره د وكلاﺀ ورورولۍ خېر ښېګړې له په زړه پورې هڅې وكړې۔ د ده په حق رسېدو سره په بلوچستان كښی د قانون په برخه كښې ستره خلا رامخې ته شوې۔ ده دعا وكړه چې پاك پروردګار دے ارواښاد له د خپل رحم په پلو كښې ځايې او غمجنې كورنۍ له د زغم توفيق وركړي۔