ملګرې ملتونه 25 اګست (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاکستان سفیرې ډاکټر ملیحه لودھی په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې د كشمير مسئلې حل كښې خپل موثره کردار ترسره كړي دغسې چې سيمه كښې امن باورې كړې شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه دې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 72مې غونډې په مهال په خپلو خبرو كښې وكړه، دې ووئيل مقبوضه کشمیر او فلسطین كښې په مسلمانانو ظلم روان …
نړيواله ورورولي دې د كشمير كشالې هواري له په زړه پورې كردار ولوبوي۔ ډاکټر ملیحه لودھی
ملګرې ملتونه 25 اګست (اے پی پی) ملګرو ملتونو كښې د پاکستان سفیرې ډاکټر ملیحه لودھی په نړيواله ورورولۍ زور راوړې چې د كشمير مسئلې حل كښې خپل موثره کردار ترسره كړي دغسې چې سيمه كښې امن باورې كړې شي۔ د دې خیالاتو څرګندونه دې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ 72مې غونډې په مهال په خپلو خبرو كښې وكړه، دې ووئيل مقبوضه کشمیر او فلسطین كښې په مسلمانانو ظلم روان دې هغوي د آزادۍ پشمول د خپلو ټولو بنیادی حقونو څخه محروم دي كوم چې د ملګرو ملتونو د قوانینو، انصاف او انسانیت خلاف ورزی ده۔ بيا بيا په دې دوه مهمو ایجنډو په نړيوال پلیټ فارم كښې خبره شوې خو سره د د دې كوم حل ونه لټولې شو، دې ووئيل امن راوستلو له به د ملګرو ملتونو ټولو غړو هېوادونو له مشاورت سره داسې اصلاحات نافذ كول وي چې ورسره په ټولو چیلنجونو قابو ومندلې شي او سيمه كښې د امن راوستل ممكن شي












