
اسلام آباد۔2مئی(اے پی پی) صدر ډاکټر عارف علوي د كل جماعتي حریت کنفرنس کنوینر محمود احمد ساغر چيټۍ د بهرنیو چارو وزارت ته لېږلو سره خارجه وزارت ته په مقبوضه سرينګر كښې د مجوزه جي 20 سرمشريزې غونډې تر شا د هندي ارادو بې نقابه كولو هڅې د لا چټك كولو هدايت كړے او وئيلې يۍ دي چې خارجه وزارت دې په شخړيزه سيمه كښې د غونډې تر شا د هند ناوړه او مخفي عزائم بې نقابه كړي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د نهې په ورځ د جاري شوي بيان له مخې محمود احمد ساغر صدر مملكت ته په ليكلې چيټۍ كښې د حكومت پام سرينګر كښې د جي 20 هېوادونو غونډې پلو راګرځولے ؤ ۔ ده په خپله چيټۍ كښې ليكلې وو چې دا اقدام د نوي ډيلي د ګڼ اړخيزه كمپائن برخه ده۔ هند د متنازعه جموں وكشمير سيمې په اړه ابهام پېدا كول غواړي۔ ده ووئيل هند د كشمير نړيوال او قانوني حيثيت كمزورے كول غواړي او دا چې هند دا تصور پياوړې كول غواړي چې كشمير يې كورنۍ معامله ده۔ د حریت کانفرنس كنوېنير ووئیل هند غواړي چې د نړۍ پام له اصل مسئلې څخه واړوي او حقایق پټ کړي۔ محمود احمد ساغر په خپله چيټۍ كښې ليكلي د ملګرو ملتونو په شمول په نورو سيمه ييزو او نړيوالو فورمونو به د پاكستان لخوا سترې سفارتي هلې ځلې كول وي۔ ده ووئيل هند د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قرارداد خلاف ورزۍ كولو سره په كال 2019 كښې په يو اړخيزه توګه د كشمير ځانګړے حېثيت بدل كړو۔ هند نړۍ او جي 20 هېوادونو ته دا باور وركولو له دروغ وائي چې په مقبوضه سيمه كښې هر څه د معمول له مخې روان دي۔ ده ووئيل پاکستان د مئي 22 مې څخه تر 24 مې نېټې په سرينګر كښې د جي 20 ټورازم ورکنګ ګروپ ميټنګ كولو په اړه د هند په پرېكړه د سختې غصې څرګندونه كړې ده۔ ده هيله ښكاره كړه چې پاكستان به هندي سازشونه ناكامه كولو له خپل سياسي او سفارتي قوت په فعاله توګه اوكاروي