مظفرګړھ۔01 مئی (اے پی پی) په مظفرګړھ كښې د مزدورانو د نړيوالې ورځې په مناسبت سره د جماعت اسلامي لېبر ونګ او د بېلو مزدور تنظيمونو لخوا په ګډه لاريون وويستلے شو۔ په لاريون كښې د جماعت اسلامی لېبر ونګ، نیشنل لیبر فیډریشن جنوبی پنجاب او مزدور یونین (سی بی اے) په شمول بېلو مزدور تنظیمونو ګډون وكړو۔ په دې موقعه لاريون ته وېنا كوؤنكو غوښتنه وكړه چې د عام مزدور اجرت دے د ګرانۍ تناسب سره زيات كړے شي۔