
پېښور۔30اپرېل(اے پی پی) د خېبرپښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي د مزدورانو د ورځې په مناسبت خپل پېغام کښې وئيلي دي چې د کوم هم هېواد په اقتصادي پرمختګ کښې د مزدورانو کردار ډېر مهم دے او هغوي په معيشت كښې د ملا د تير حيثيت لري۔ په اسلام كښې د مزدورانو د حقونو خاص خيال ساتلے شوے دے او پاك پروردګار حلال رزق لټونكي خپل دوستان بللي دي۔ دغسې د اسلام پېغمبر (عليه السلام) هم په دې خبره زور راوړے دے چې مزدور ته دې د هغوي مزدوري د د خولې وچېدو څخه وړاندې وركړې شي۔ مونږ په اسلامي اصولو او احكاماتو عمل كولو سره د خواري كښو مسئلې او ستونزې حل كولو سره سره د هغوي د محرومۍ احساس هم لرې كولې شؤ۔ ده وئيل د خواري كښې طبقې خېر ښېګړې او ددوئي د حقونو تحفظ باوري كولو له به كوټلي ګامونه پورته كولې شي۔ ده ووئيل د مئي اولنۍ نېټه د خپلو حقونو لپاره د ځان قرباني وركوؤنكو مزدورانو ياد تازه كوي او نن چې په نړيواله كچه خواركښو ته كوم حقونه ترلاسه شوي دي د دغه قربانيو نتيجه ده۔ ده ووئيل له بده مرغه زمونږ په ټولنه کښې خواري كښ طبقه د کمترۍ په احساس اخته ده، حال دا دې چې په اسلامي ټولنه کښې دوئي ته د قدر وړ مقام وركړے شوے دے۔ ده ووئيل زه به هڅه کوم چې په صوبه كښې د مزدور طبقې حقيقي عزت ٬ مرتبه او خېر ښېګړه باوري كړم او دې نېك مقصد لپاره خپلې مبارزې ته دوام وركړم۔