په قامي پرمختګ او سوكالۍ كښې د خواري كښې طبقې كردار بنيادي اهميت لري٬ د مزدورانو نړيوالې ورځې په مهال د وزيراعلی محمد اعظم خان پيغام

پېښور ۔30 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران وزيراعلی محمد اعظم خان وئيلي دي په قامي پرمختګ او سوكالۍ كښې د خواري كښې طبقې كردار بنيادي اهميت لري٬ مونږ د مزدورانو او خواري كښې طبقې خېر ښېګړه او د دوئي د حقونو تحفظ باوري كولو سره پرمختيائي هدفونه ترلاسه كولې شؤ۔ د مزدورانو نړيوالې ورځې (د مئي لومړۍ نېټې) په موقعه خپل پېغام كښې وزيراعلی ووئيل د مزدورانو نړيواله ورځ د محنت عظمت او په قومي پرمختګ كښې د خواري كښې طبقې بنيادي كردار په ډاګه كوي۔ ده ووئيل د مزدورانو خېر ښېګړه او د دوئي د حقونو تحفظ د كوم هم رياست په بنيادي ترجيحاتو كښې شامل دي ولې چې خواري كښه طبقه په قومي پرمختګ كښې د ملا د تير حېثيت لري۔ ده ووئيل نګران صوبائي حكومت د خواري كښې طبقې كردار ته د قدر په سترګه ګوري ولې چې دوئي خپله خوله او وينه يو كولو سره په قومي پرمختګ او سوكالۍ كښې د خپلې برخې كردار ترسره كوي۔ ده ووئيل دا ننۍ ورځ د حكومت په شمول د بشري حقونو تنظيمونو څخه د دې خبرې تقاضا كوي چې د مزدورانو خېر ښېګړې له دې خپل عزم تكرار كړي۔ ده ووئيل زه باور دركوم چې نګران صوبائي حكومت به د خواري كښو خېر ښېګړې له ټول ممكنه ګامونه پورته كوي۔