پېنډۍ ۔29اپرېل(اے پی پی) په نړيواله كچه شهرت لرونكي پاكستاني امپائر عليم ډار ته د آئي سي سي لخوا د غوره خذماتو په ترسره كولو يادګاري شيلډ وركړے شو۔ علیم ډار د بنګله دېشن او آئرلېنډ ترمينځه شوي دوهم ټېسټ مېچ څخه وروستو د آئی سی سی اېلېټ پېنل ذمه وارۍ له لاسه وركړې وې۔ تېره ورځ په راولپنډی اسټېډیم كښې د پاكستان او نيوزي لېنډ مېچ څخه وړاندې د آئي سي سي لخوا د كركټ جي اېم وسیم خان علیم ډار ته يادګاري شيلډ وړاندے كړو۔ دا خبره دې ښكاره وي چې علیم ډار په 442 نړيوالو مېچونو كښې د امپائرنګ خذمات ترسره كړي دي او دا يو نړيوال ريكارډ دے۔ ده تر دې دمه 145 ټېسټ ، 227 ون ډے او 70 ټی 20 مېچونه سپروائز كړې دي۔ د دې نه ځانله عليم ډار 2009 څخه تر كال 2011 پرله پسې درې وځله د غوره امپائر ايوارډ هم ترلاسه كړې دې۔