پاکستان كركټ لوبډله په ون ډے انټرنيشنل كښې 500 ميچونه ګټلو سره د نړۍ دويمه لوبډه ډله جوړه شوه

پېنډۍ 28 اپرېل (اے پي پي) د پاکستان د كركټ قامي لوبډله په ون ډے انټرنېشنل كښې 500 مېچونه ګټلو سره د نړۍ دوېمه لوبډله جوړه شو٬ په پېنډۍ كښې د نيوزي لېنډ په ضد د خپلې وړومبۍ ون ډے ګټلو سره ګرين شرټس په ون ډے انټرنېشنل كښې په مجموعي توګه 500 مېچونه ګټلي٬ پاكستان په 949 مېچونو كښې 500 مېچونه ګټلي۔ د يادونې وړ ده چې د اسټراليا لوبډلې تر اوسه په 978 مېچونو كښې 594 ګټلي او هند په 1029 مېچونو كښې 539 ګټلې دي۔