د نيوزي لېنډ په ضد د سيريز په اولني يو ورځني مېچ كښې پاكستان ټاس ګټلو سره د فېلډنګ كولو پرېكړه وكړه

APP26-270423 RAWALPINDI: April 27 - The Pakistani and New Zealand cricket players stood while their respective national anthems were being played during the first One Day International (ODI) match held at the Pindi Cricket Stadium. APP/ADZ/ABB/MOS

پېنډۍ 27 اپرېل(اے پي پي) د پاکستان او نيوزي لېنډ د كركټ لوبډلو ترمېنځه د سيريز په اولني يو ورځني مېچ كښې ټاس ګټلو سره پاكستان د وړومبي فېلډنګ كولو پرېكړه كړې۔ په دې موقع د پاكستان كركټ لوبډلې كپتان بابر اعظم ووئيل چې وكټ به په دوېم اننګز كښې ښه وي د هدف ترلاسه كولو به هڅه كوٶ۔ پاکستان پلېئنګ الېون كښې امام الحق، فخر زمان، بابر اعظم ، شان مسعود، محمد رضوان ، آغا سلمان، محمد نواز ، شاداب خان ، شاهين شاه اپريدے، نسيم شاه او حارث رؤف او د نيوزي لېنډ په پليئنګ الېون كښې چيډ بوز، ول ينګ ، ډيرل مچل، ټام ليتھم، مارك چيپمين ، هينري نکولس ، ريچن روندرا، ايډم ملن، ايش سودھي، ميټ هينري او بليئر ټکنر شامل دے