
اسلام آباد 27 اپرېل (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف د مردم شمارۍ پحقله د اېم كيو اېم د ټولو تحفظاتو لرې كولو امر كړے دے۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم شهباز شريف سره د متحده قومي موومنټ(اېم كيو اېم) پلاوي وليدل۔ د ملاقات په مهال د هېواد په مجموعي سياسي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ وزيراعظم د منصوبه بندۍ وزير احسن اقبال ته د مردم شمارۍ پحقله د اېم كيو اېم د ټولو تحفظات زر تر زره د لرې كولو امر وكړو۔ پلاوي د مردم شمارۍ پحقله د اېم کيو اېم د زياتره تحفظاتو په لرې كولو د وزيراعظم مننه وكړه۔ د اېم کيو اېم په پلاوي كښې کنوينئر خالد مقبول صديقي، وفاقي وزير سيد امين الحق، فاروق ستار او مصطفيٰ کمال شامل وو۔ په دې موقع وفاقي وزير احسن اقبال هم موجود ٶ