د ترهه ګرۍ اوسنۍ پيښې د قام حوصلې نه شي كمزورې كولې۔ سينيټر محمد عبدالقادر

کوئټه 26 اپرېل (اے پي پي) د سېنېټ د پيټروليم قائمه کمېټۍ چيئرمېن سېنېټر محمد عبدالقادر ويلي د ترهه ګرۍ اوسنۍ پېښې د قام حوصلې كمزورې كولې نشي۔ ترهه ګر په هېواد كښې انتشار او ويره ترهه خپرول غواړي ٬ د ترهه ګرو مقصد په اولس كښې د عدم تحفظ احساس پيدا کول دي۔د شورو په ورځ خپل يو بيان كښې ده ووئيل پوليس او سکيورټي فورسز د اولس د مال او ځان حفاظت لپاره د خپلو ځانونو قرباني وركوي۔ده د اولس د تحفظ په خاطر قربانۍ وركونكو افسرانو او اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئيل د ترهه ګرو په بشپړه توګه ختمولو لپاره به په انټېلېجنس بنيادونو د عملياتو دائرہ کار پراخه كولې شي۔ده ووئيل هغه ورځ لري نه ده كله به چې د هېواد په ګوټ ګوټ كښې امن وي۔