د بلوچستان حکومت وياند فرح عظیم شاہ په جیکب آباد كښې د پولیس اهلکارو په شهادت د افسوس څرګندونه

کوئټه 26 اپرېل (اے پي پي) د بلوچستان حکومت وياند فرح عظیم شاہ د جیکب آباد په جاګیر سيمه كښې غلو سره په مقابله كښې د بلوچستان پولیس اهلکارو په شهادت د افسوس څرګندونه كړې ده۔د بلوچستان حکومت وياند ووئيل پولیس انسپکټر او درې اهلكار د فرائض ترسره كولو په مهال شهيدان كړې شوي۔ اهلکارو په مړانه د سماج دښمن عناصرو مقابله كړې ده۔فرح عظیم شاہ ووئيل د شهيدانو كورنيو په غم كښې برابر شريك يو ٬ هيله ده چې د سندھ حکومت به په پېېښه كښې ككړ كسان نيولو سره انصاف سره مخ كړي۔ فرح عظیم شاہ شهيدانو لپاره د لوړو درجو ٬ غمجنو كورنيو له د زغم او د ژوبل كسانو زر روغتيا له دعا اوكړه